د ۱۴۰۲ مالي کال د وري په میاشت کې د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته، نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.

1.png

4 جوزا 1402

د ۱۴۰۲ مالي کال د وري په میاشت کې د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته، نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو،او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون درلود.په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ سوداګرو ته د لا اسانتیا د برابرولو، په اړوندو چارو کې د ښې همغږۍ رامنځته کولو، ورسپارل شویو دندو کې د مسؤلینو د لا ښه دقت او ځینو نورو برخو کې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او هدایات ورکړل.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د روان مالي کال د وري په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې میاشت کې د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د غونډې ګډونوالو د یاد راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د هغو ستونزو د ژر حل کیدو ډاډ یې ورکړ چې د وري میاشتې په ارزونه کې په ګوته شوې وې د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي څو شته ستونزو ته پر خپل رسیدنه وشي