تورخم ګمرک کي په زیاته کچه چاودېدونکي توکي نیول شوي

2.jpeg

28 ثور 1402

د تورخم ګمرک منسوبینو تېره ورځ ۳۹ بستې چاودیدونکي مواد (حلوایي بارود) چې مجموعي وزن یې ۴۸۷.۶۵ کیلو ګرامه ده، چې د بلټي (مختلف النوع) توکو په یوې سوداګریزې محمولې کې خای پر ځای شوي ول، کشف او ونیول. 
په یاده محموله کې بار توکي د شمس امین شرکت اړوند وو، چې غوښتل یې له پاکستان هیواد څخه یې افغانستان ته راوړي. خو له نېکمرغه د زړورو امنیتي او ګمرک کارکوونکو له لوري ونیول شول.
په دې تور د محمولې ډریور او د شرکت استازی نیول شوي چې د نورو څیړنو لپاره اړوندو تحقیقاتي ارګانونو ته ور وپیژندل شول.