Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید د بطریو د واردونکو شرکتونو له استازو سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید د بطریو د واردونکو شرکتونو له استازو سره وکتل

1.jpeg

28 ثور 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید تېره ورځ د بطریو د واردونکو شرکتونو او د بطریو او شمش یا سُربو د تولیدونکو فابریکو له استازو سره چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند هم شتون درلود د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال له افغانستان څخه د صادراتي شمش یا سُربو د ګمرکي قیمت او افغانستان ته د وارداتي بطریو د ګمرکي تعرفې او قیمت په اړه د سوداګرو او صنعتکارانو غوښتنې د ګمرکونو له لوی رئیس سره شریکې کړې د ګمرکونو لوی رئیس د صادراتي شمش یا سُربو د ګمرکي قیمت په برخه کې د سوداګرو غوښتنه ومنله او د وارداتي بطریو د ګمرکي تعرفې په اړه یې وویل چې واردونکي شرکتونه او د بطریو تولیدونکې فابریکې دې د سوداګرۍ او پانکونې او د صنعت او کانونو خونو له لارې د تعرفې د کموالي یا لوړوالي په اړه د ګمرکونو لوی ریاست ته عریضه وکړي او د ګمرکونو لوی ریاست به یاده موضوع د تعرفې کمېتې ته وړاندې کړي.