د تورخم په ګمرک کې د قیمتي ډبرو له قاچاق څخه مخنیوی وشو

WhatsApp Image 2023-05-14 at 9.23.52 AM.jpeg

24 ثور 1402

د تورخم ګمرک د صادراتو برخې منسوبینو تېره ورځ د یو اندازه قیمتي ډبرو چې په يوې بار وړونکې محمولې کې ځای پر ځای شوې وې، له چاقاق څخه مخنیوی وکړ.
په دې قیمتي ډبرو کې  ۴.۱۸ کیلو ګرامه د بیروج، ۹۷.۵۰ کیلو ګرامه د لیتیم، ۵.۳۰ کیلو ګرامه د ګل سولر او ۹۳۰ کیلو ګرامه د نفرایټ ډبرې شاملي وې، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول يې پاکستان هیواد ته ولیږدوي.
قضیه د نورو څیړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته وسپارل شوه.