د ګمرکونو لوی رئیس د یو شمېر ترانزیټي شرکتونو له استازو سره وکتل

11.jpg

12 ثور 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید نن د یو شمېر ترانزیټي شرکتونو له استازو سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړې وو، په پیل کې د ترانزیټي شرکتونو استازو له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان هیواد سره او د ګمرکونو په ګډون د اړوندو داخلي ادارو له لوري د شته ستونزو یادونه وکړه او د ګمرکونو له لوی رئیس څخه یې د حل غوښتنه وکړه.
دوی وویل چې که په یادو برخو کې یې ستونزې حل شي د افغانستان له خاورې به د بهرني ترانزیټ کچه نوره هم زیاته شي.
د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو له اوریدو څخه وروسته وویل چې زموږ هڅه داده څو له ټولو ممکنه لارو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان له لارې د بهرني ترانزیټ کچه لوړه کړو څو له یوې خوا دولت ته عواید راشي او له بلې خوا هیوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي د یادو شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان هیواد سره به د حل په موخه شته ستونزې په رسمي ډول شریکې شي او له اړوندو داخلي ادارو او د ګمرک په برخه کې هم ستاسو ستونزو ته ژر رسیدنه وشي.