د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پیل شول

2.jpg

10 ثور 1402

 د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمستان د ګازو صادرات تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ پیل شول.
په دې مراسمو کې چې د کندهار ګمرک رئیس ښاغلي مولوي محمد حامد احمد، د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې غړو او یو شمېر سوداګرو ګډون کړې وو.
کندهار ګمرک رئیس وویل چې دا ډیر د خوښئ ځای دی چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پیل شول چې له دې سره له یوې خوا عواید تر لاسه شي او له بل لوري به ګڼ شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.
نوموړي وویل د ا.ا.ا له بیا واکمنیدو سره د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بهرني ترانزیټ په برخه کې زیاتې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې د افغانستان له لارې ۵۳،۶۷۹ محمولې ترانزیټي توکي بېلابیلو هیوادونو ته تر سره شوي چې د تېر کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.