د ګمرکونو لوی رئیس د سپین بولدک د سرحدي ګمرک له چارو څخه لیدنه وکړه

6 ثور 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلی مفتي عبدالمتین سعید چې کندهار ولایت ته په سفر تللی، تېره ورځ یې د سپین بولدک له سرحدي ګمرک څخه لیدنه وکړه.
په لیدنه کې نوموړي د یاد ګمرک له مسؤلینو او کارکونکو سره د لیدنې پر مهال په کاري ساحه کې د دوی شته ستونزې واوریدلی. د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو د حل په موخه اړوندو چارواکو ته لازم هدایات ورکړل او دوی یې لا زیات خدمت کولو ته وهڅول.
همداشان ښاغلي سعید په دې سفر کې د سپین بولدک سرحدي ګمرک د برښنا تامینولو په موخه د پلي شوې لمریزې برښنا له پروژې څخه هم لیدنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی رئیس له نږدې څخه د چارو د ارزولو په موخه د هیواد بېلابیلو ګمرکونو ته سفر کوي څو شته ستونزو ته پر خپل وخت سره رسیدنه وشي.