د ننګرهار ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو د یوې ترانزیټي محمولې له قاچاق څخه مخنیوی وکړ
30 حمل 1402
د ننګرهار ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو تېره ورځ د یو عراده هینو موټر چې ترانزیټي بوره پکې بار وه، د ترانزيټ اصولو خلاف يې غوښتل چې په هیواد کې یې تخلیه کړي، کشف او ونیو.
یاده محموله د نورو کړنو لپاره د ننګرهار ګمرک ریاست ته ولېږدول شوه.
د یادونې وړ ده، هغه ترانزيټي توکي چې د افغانستان له خاورې تیریږي باید د وزن او محمولې له بدلون پرته له مقصد ګمرک څخه ووځي، که چیرې د ګمرک ته له اجازې پرته ترانزيټي توکو محموله بدلیږي او یا یې په افغانستان کې تخلیه کړي، قاچاق شمېرل کیږي.