د هرات اسلام کلا او تور غونډۍ لارې پرانیستل شوې

MEETING PHOTO.jpg

22 حمل 1400

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، چې د ګمرکونو عمومې رئیسې امنې احمدي یې هم ملتیا کوله هرات ولایت ته د یوه پلاوي په مشرۍ سفر وکړ.
په دې سفر کې چې په ولسي جرګه کې د هرات ولایت د خلکو استازو هم ګډون درلود، موخه یې د اسلام کلا ګمرک په وروستۍ اورلګېدنه کې د زیانمنو سوداګرو ستونزې اورېدل، له یوې اوونۍ را هیسي د لاریون کوونکو له کبله د هرات – تورغونډۍ او هرت – اسلام کلا د بندو لارو پرانیستل او له ملي سوداګرو سره له نږدې لیدل او د دوی ستونزې اورېدل وو.
په هرات ولایت کې د سلواغې میاشتې په ۲۵ مه نېټه د وروستۍ اورلګېدنې له کبله زیانمنو سوداګرو د لاریون په پایله کې یادې لارې تړلې وې او له حکومت څخه یې د خپلو زیانونو د جبران غوښتنه کوله.
له مرکز څخه د مالیې وزارت تللي پلاوي له ملي سوداګرو او د خصوصي سکټور له استازو سره د لیدنې پرمهال د دوی ستونزې واورېدې دوی ته یې قناعت ورکړ او له دوی سره یې ژمنه وکړه، چې ستونزو ته به یې د هیواد د نافذه قوانینو او مالي امکاناتو په پام کې نیولو سره رسېدنه کېږي.
د یادونې وړده، چي لاریون کوونکي دې ته ژمن شول چې دوی به لاریون پای ته رسوي او بالاخره د دواړو ګمرکونو ترمنځ تېره ورځ لار خلاصه شوه، سوداګریزې محمولي تګ راتګ کوي او ګمرکي چارې په عادي ډول روانې دي.