د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ګمرک د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

4.jpg

19 حمل 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید، د ننګرهار او تورخم ګمرکونو د چارو ارزونې په موخه یاد ولایت ته رسمي سفر وکړ.
د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ګمرک له مسؤلینو او کارکونکو سره په لیدنه کې دوی ته یې د چارو د لا ښه والي لپاره لازمې سپارښتنې ورکړې. همداشان د یاد ګمرک مسؤلینو او کارکونکو هم په کاري برخه کې خپلې ستونزې شریکې کړې چې د ګمرکونو لوی رئیس له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.
همداشان د ګمرکونو لوی رئیس د تورخم سرحدي ګمرک څخه هم لیدنه وکړه چې د سوداګریزو مالونو د چټک طی مراحلو او د سوداګرو ستونزو ته پر خپل وخت د رسیدنې په برخو کې د یاد ګمرک مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی رئیس د هیواد د ګمرکونو د ارزونې، له نږدې څخه د سوداګرو د ستونزو اوریدو او دوی ته د لا اسانتیا برابرولو په موخه بېلابیلو ګمرکونو ته سفرونه کوي او د سفرونو دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.