د اقینې ګمرک رئیس له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

www.jpg

29 حوت 1401

د اقینې ګمرک رئیس ښاغلي مولوي موسی کلیم مجاهدزاده تېره ورځ د فاریاب ولایت د سوداګرۍ او پانګونې په خونه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند هم شتون درلود، له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو په اقینې ګمرک کې د شته ستونزو په حلولو، سوداګرو ته د لا اسانتیا په رامنځته کیدو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.
همداشان سوداګرو د سوداګریزو مالونو په طی مراحلو کې د نورو اړوندو ادارو ستونزې یادې کړې چې له دوی سره ژمنه وشوه چې ستونزې به یې د حل په موخه له مرکزي ادارو سره شریکې شي.