Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
عالیقدر امیر المؤمنین د مالیې وزارت د گمرکونو له مسؤلینو سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

عالیقدر امیر المؤمنین د مالیې وزارت د گمرکونو له مسؤلینو سره وکتل

pashto-kdr.jpeg

25 حوت 1401

د افغانستان اسلامي امارت زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو معين ښاغلی ملا محمد ناصر اخند، د ګمرکونو لوی رئيس ښاغلي مفتي عبدالمتين سعيد او د هيواد د ټولو ګمرکونو مسؤلين، تېره ورځ (۲۲/0۸/1444) خپل حضور ته وبلل. 
په پيل کي د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو معين او د ګمرکونو لوی رئيس د اسلامي امارت له حاکمېدو څخه نيولې بيا تر اوسه د خپلو کاري ساحو بشپړ راپور وړاندي کړ او تر څنګ ئې د اړوندو چارو د لا ښه والي لپاره له عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله  سره خپل وړانديزونه هم شريک کړل.
د اسلامي امارت زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله په خپله وينا کي بلل سوي مسؤلين، خپلو مسؤليتونو ته لا متوجه کړل او د راغلي اسلامي نظام د ښه خدمت کولو، ولس سره په ښه سلوک، سوداګرو ته د لازمو اسانتياوو په برابرولو او نورو اړوندو برخو کي یې ورته اړيني لارښووني وکړې.