د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل
24 حوت 1401
د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید چې په رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی، نن یې د یاد ولایت له شمېر سوداګرو ته د سوداګرۍ او پانګونې په خونه کې وکتل.
په پیل کې د کندهار ولایت سوداګرو د ګمرکونو لوی ریاست له رهبري څخه مننه وکړه چې د دوی ستونزې اوري او رسیدنه ورته کوي. همداشان دوی په ګمرکونو کې شته ستونزې هم د ګمرکونو له لوی رئیس سره شریکې کړې.
د ګمرکونو لوی رئیس د دوی یو شمېر ستونزې حل کړې او د پاتې نورو ستونزو د ژر حل کیدو ډاډ یې ورکړ.