Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناستې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې وکړې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناستې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې وکړې

1.jpg

22 حوت 1401

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو کډون کړې وو.
له اجنډاء سره سم په دې ناسته کې د هیواد په ګمرکونو کې د یو شمېر سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو په څرنګوالي، د ترانزیټې توکو پر وړاندې د شته ستونزو په حلولو، سوداګرو ته د لا اسانتیا په رامنځته کیدو او د دوی ستونزو ته د رسیدو، په تېر نظام کې د مصادره شویو توکو د برخلیک په معلومولو، د انحصاري شرکتونو او د هغو صنعتي فابریکو چې خام مواد واردوي پر بررسۍ، د ګمرکي طی مراحلو په اسانه کولو،  په ورځنیو چارو کې د شته ستونزو په حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.