د ګمرکونو لوی رئیس د بلخ ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل
13 حوت 1401
د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید چې په رسمي سفر بلخ ولایت ته تللی، نن یې د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې په خونه کې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د بلخ او اقینې ګمرک مسؤلینو هم ګډون درلود، په پیل کې د بلخ ولایت سوداګرو په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د ګمرکونو له لوی رئیس څخه یې غوښتنه وکړه چې رسیدنه ورته وکړي.
د ګمرکونو لوی رئیس دوی ته ډاډ ورکړ چې شته امکاناتو ته په کتو سره به د دوی ستونزو ته له اصولو سره سم ژر رسیدنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی رئیس د سوداګرو ستونزو ته د رسیدو په موخه بېلابیلو ولایتونو ته سفرونه کوي څو د دوی ستونزې له نږدې څخه واوري او د نافذه قوانینو په رڼا کې یې حل کړي.