د اندخوی ګمرک رئیس له یو شمېر سوداګرو سره وکتل
10 حوت 1401
د اندخوی ګمرک رئیس ښاغلي مولوي موسی کلیم مجاهدزاده تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په یاد ګمرک کې په شته ستونزو او حل لارو هر اړخیز بحث وکړ.
د اندخوی ګمرک رئیس د سوداګرو د شته ستونزو د ژر حلولو ډاډ ورکړ او وویل موږ چمتو یو چې ستاسو د مالونو د چټک طی مراحلو لپاره ۲۴ ساعته ګمرکي فعالیت وکړو.
سوداګرو د اندخوی ګمرک رئیس د دې وړاندیز هرکلی وکړ او وویل چې د کاري وخت په زیاتوالي سره به د اندخوی ګمرک له لارې سوداګري له زیاته شي.