Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د تعرفې او قیمت ګذارۍ پخوانیو ناسمو کوډونو د اصلاح په موخه تخنیکي کمېټه جوړه شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د تعرفې او قیمت ګذارۍ پخوانیو ناسمو کوډونو د اصلاح په موخه تخنیکي کمېټه جوړه شوه

۲.jpg

8 حوت 1401

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید تېره ورځ د تعرفې او قیمت ګذارۍ پخوانیو ناسمو کوډونو د اصلاح په موخه د تخنیکي کمېټې پرانېسته وکړه.
په دې پرانېست غونډه کې چې د ګمرکونو تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او امرینو هم ګډون کړې وو، د ګمرکونو لوی رئیس وویل چې زموږ هڅه داده څو په ټولو برخو کې سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړو په همدې موخه مو د تعرفې او قیمت ګذارۍ پخوانیو ناسمو کوډونو د اصلاح لپاره کمېټه جوړه کړه.
نوموړي د یادې کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې ټاکل شوې موخې ته د رسیدو لپاره په پوره همغږۍ سره کار وکړي.
د یادونې وړ ده چې یاده کمېټه د تعرفې او قیمت ګذارۍ د برخې له تخنیکي کارکونکو څخه جوړه شوې چې دوی به د ملي عوایدو له ضایع کیدو څخه د مخنیوي او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه پخواني ناسم جوړ شوي ټي اس سي کوډونه د تعرفې له کوډونو سره مطابق ورکړي او د اصلاح لپاره به یې خپل راپور د ګمرکونو لوی ریاست له رهبري سره شریک کړي.