Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د هیواد په ټولو ګمرکونو کې پر تازه میوو او سبزیو د لیږد فورم اخیستل لغوه شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د هیواد په ټولو ګمرکونو کې پر تازه میوو او سبزیو د لیږد فورم اخیستل لغوه شو

۱.jpg

8 حوت 1401

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د میوو او سبزیو له خرابوالي څخه د مخنیوي په موخه د هیواد په کچه په ټولو ګمرکونو کې پر سریع الفساد اموالو د لیږد فورم اخیستل لغو شو.
د محصول شویو توکو د لیږد کړنلارې په ۱۱مې مادې کې راغلي چې وارداتي سریع الفساد توکي د اصلي اظهار پاڼې له مخې تر ۱۵ ورځو پورې نورو ولایتونو ته د لیږد له فورم پرته د لیږد اجازه لري، خو دا چې میوه او سبزي په سرحدي ګمرک کې له طی مراحلو وروسته په ولایتونو کې په نورو موټرو کې بارګیري کیږي چې له دې سره د موټر نمبر پلیټ هم بدلون مومي چې بیا د لیږد فورم ته اړتیا وه، یادې ستونزې د حل لپاره د ګمرکونو لوی ریاست رهبري پریکړه وکړه چې په ټولو ګمرکونو کې د میوو او سبزیو لپاره د لیږد فورم اخیتسل لغو کړي.
له دې وړاندې هم د بلخ، اقینې او کندز ګمرکونو کې د تیلو او ګازو پرته د نورو د سوداګریزو مالونو د لیږد لپاره د لیږد فورم اخیستل لغو شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې ده چې د سوداګرو ټولو ستونزو ته د نافذه قوانینو په رڼا کې رسیدنه وکړي او په ګمرکونو کې د دوی لپاره لا اسانتیاوې برابرې کړي.