د هرات په ګمرک کې د دو سوداګریزو محمولو سره جعلي ګمرکي سندونه ونیول شول

3.jpg

6 حوت 1401

د هرات ګمرک د خروجي دروازې منسوبینو تېره ورځ په چاکلیټو بار دوه سوداګریزې محمولې چې غوښتل یې د ګمرکي محصول له ورکړې پرته په جعلي سندونو سره له ګمرک څخه ووځي، ونیول.
په یادو دواړو بار وړونکو موټرو کې په مجموعي ډول ۶۰۴۷۸ کیلو ګرامه چاکلیټ بار وو، چې ګمرکي محصول یې ۲ میلیونه ۶۷۶ زره افغاني کیږي.
یاد سوداګریز توکي چې روح الله احمدخان لمټیډ سوداګریز شرکت اړوند وو، په تور یې د یاد شرکت استازې نیول شوې او د نورو څیړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته معرفي شوی دی.