Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د صادراتي ډبرو سکرو په ګمرکي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د صادراتي ډبرو سکرو په ګمرکي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

1.jpg

6 حوت 1401

د ګمرکونو لوی ریاست په روان ۱۴۰۱ه.ل کال کې د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي چې یوې خوا د ډبرو سکرو په صادراتو یې مثبت اغیز کړې او له بل لوري یې د تېر کال په پرتله د صادراتي ډبرو سکرو په ګمرکي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی.
یاد ریاست سوداګرو ته د اسانتیاوو راوستلو په موخه د تورخم په سرحدي ګمرک ډبرو سکرو ته د صادرولو اجازه ورکړه، چې پخوا په دې لاره یې اجاره نه درلوده، د دې تر څنګ په یاد ګمرک کې یې ګمرکي فعالیتونه ۲۴ ساعته کړل چې په پایله کې یې د ډبرو سکرو د صادراتو پر زیاتوالي یې مثبت اغیز وکړ.
په ۱۴۰۰ ه.ل کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې (د حمل له پیل څخه بیا د جدي میاشتې تر پایه) له هیواد څخه شاوخوا ۹۴۸ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي وو، چې له دې درکه یو میلیارده ۸۹۳ میلیونه افغانۍ صادراتي ګمرکي محصول اخیستل شوې وو، خو د روان ۱۴۰۱ه.ل کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې شاوخوا ۲.۷ میلیونه ټنه د ډبرو سکاره د هیواد له ګمرکونو څخه صادر شوي چې له دې درکه ۱۲ میلیارده ۱۴۳ میلیونه افغانۍ صادارتي ګمرکي محصول اخیستل شوی، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ میلیارده ۲۵۰ میلیونه افغانۍ زیات ګمرکي عواید ترلاسه شوي دي.