Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه

2.jpg

2 حوت 1401

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو کډون کړې وو.
له اجنډاء سره سره سم په دې ناسته کې د هیواد په ګمرکونو کې د یو شمېر توکو د وارداتو او صادراتو په څرنګوالي، سوداګرو ته د لا اسانتیا په رامنځته کیدو او د دوی ستونزو د رسیدو، په ورځنیو چارو کې د شته ستونزو په حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.
همداشان پریکړه وشوه چې د ملي عوایدو له ضایع کیدو څخه د مخنیوي او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه پخواني نا سم جوړ شوي ټي اس سي کوډونه دې د تعرفې له کوډونو سره مطابق ورکړل شي او د دې کار لپاره دې د تعرفې او قیمت ګذارۍ له ریاستونو څخه یوه تخنیکي کمېټه جوړه څو په دې برخه کې شته ستونزې حل شي.