په ننګرهار کې د ترانزیټي محمولې له غیرقانوني تخلیې څخه مخنیوی وشو

1.jpg

30 دلو 1401

د ننګرهار ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو د خپل استخباراتي راپور پر مټ نن د یو ټیلر ترانزیټي بورې له غیرقانوني تخلیې څخه مخنیوی وکړ.
یاده ترانزیټي بوره چې ګمرکي سندونو له مخې له پاکستان هیواد څخه د افغانستان له لارې تاجکستان هیواد ته ترانزیټ کیدله، خو مالک یې د ترانزیټي اصولو خلاف غوښتل چې د ننګرهار ولایت د مومندرې په ولسوالۍ کې تخلیه کړي، چې د ګرځنده څارنې منسوبینو له لوري ونیول شو او د قانون پلي کیدو په موخه د ننګرهار ګمرک ریاست ته ولیږدول شو.
د بهرني ترانزیټ د کړنلارې له مخې ټولې ترانزیټي محمولې چې د افغانستان له خاورې تیریږي، باید له تخلیې او نورو بدلونونو پرتله په ټاکل شوې موده کې له مقصد ګمرک څخه ووځي.