Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ننګرهار ګمرک په ریاست کې د افغان یونایټیډ بانک څانګه پرانېستل شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ننګرهار ګمرک په ریاست کې د افغان یونایټیډ بانک څانګه پرانېستل شوه

1.jpg

29 دلو 1401

د ننګرهار ګمرک په ریاست کې تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه د افغان یونایټیډ بانک رسمي څانګه پرانېستل شوه.
په دې مراسمو کې د ننګرهار ګمرک رئیس، د افغانستان بانک د ننګرهار څانګې رئیس، د سوداګرۍ خونې استازو او یو شمېر نورو میلمنو ګډون کړې وو.
ګډونوالو د بانکدارۍ د ارزښت بیانولو تر څنګ په ننګرهار ګمرک کې د سوداګریزو مالونو چټک طی مراحلو لپاره د یادې بانکي څانګې پرانیستل اغیزمن ګام وباله.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ګمرک ریاست د نورو ګمرکونو په څیر له خصوصي بانکونو سره بشپړه همکاري لري او د هغو بانکونو څانګې چې د ننګرهار په ګمرک کې فعالیت کوي، د ننګرهار ګمرک ریاست مشرتابه ورته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي دي.