Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت د سوداګرو ستونزې واوریدې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت د سوداګرو ستونزې واوریدې

2.jpg

28 دلو 1401

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې تېره وځ د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي محمد يونس مومند او د کندهار د سوداګرۍاو پانګونې خونې رﺉیس هم شتون درلود، په پیل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وویل چې د تېر کال په پرتله روان کال د افغانستان صادرات زیات شوي دي. نوموړي د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د ګمرکي طی مراحلو په ځانګړي ډول د ترانزیټ په برخه کې د را منځته شویو اسانتیاو څخه مننه وکړه.
د ګمرکونو لوی رﺉیس وویل چې سوداګرو ته د اسانتیا را منځته کول زمونږ په لومړیتوبونو کې دي او د سوداګرو د مالونو د چټک طی مراحلو لپاره په ګمرکونو کې کاري وخت زیات شوې او په نورو زیاتو برخو کې هم اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
د کندهار ولایت یو شمېر سوداګرو هم په خپل وار سره په ګمرکونو کې شته ستونزې د ګمرکونو له لوی رﺉیس سره شریکې کړې.
د ګمرکونو لوی رﺉیس د کندهار سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې ټولو قانوني غوښتنو ته به یې رسیدنه وشي.