Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رﺉيس کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د کندهار له والي سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رﺉيس کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د کندهار له والي سره وکتل

1.jpg

28 دلو 1401

د ګمرکونو لوی رﺉیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید چې د یو پلاوي په مشرۍ د کندهار ګمرک د چارو ارزونې په موخه یاد ولایت ته په رسمي سفر تللی، تېره ورځ يې د کندهار له والي ښاغلي حاجي وفا صاحب سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د کندهار ګمرک رﺉیس هم شتون درلود، د کندهار والي ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په خپل وخت سره د سوداګرو ستونزو ته د رسیدنې او غوره ګمرکي فعالیتونو په برخه کې د کندهار ګمرک ستاینه وکړه.
همداشان دواړو لوریو د یاد ولایت دګمرک په عصري کولو، د سوداګرو ستونزو ته د رسیدنې او دوی ته د لا اسانتیا په رامنځته کولو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.