د تورخم په سرحدي ګمرک کې د ۴۰ کیلو ګرامه قیمتي ډیرو له قاچاق څخه مخنیوی وشو

3.jpg

18 دلو 1401

د تورخم ګمرک د تشریح برخې مسؤلینو تېر ماښام په یوې باروړونکې صادراتي محموله کې د ۴۰ کیلو ګرامه بېلابیلو قیمتي ډبرو چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوې وو او غوښتل یې پاکستان هیواد ته یې ولیږدوي، له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د قاچاقو د مخنیوي او ممنوعه توکو له صادراتو او وارداتو څخه جدي څارنه کیږي چې په برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لري.