د روان کال د جدي په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وشوه

2.jpg

18 دلو 1401

د روان کال د جدي په میاشت کې د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته، نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د یاد ریاست د غونډو په تالار کې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون درلود. په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ملي عوایدو د راټولیدو او سوداګرو ته د اسانتیاو د رامنځته کیدو په برخو کې د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو صادقانه هڅې وستایلې.
نوموړي وویل چې د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د تعرفې او قیمت کذارۍ برخې اجراات باید یو شان ووسي او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته یې سپارښتنه ورکړه چې د ګمرک د مسؤل او معاونینو تر منځ همغږۍ لا زیاته شي.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري په ګمرکونو کې د روان کال په جدي کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په یاده موده کې د روان کال د قوس میاشتې په پرتله د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړل چې د غونډې د ګډونوالو له لوري له هر اړخیز بحث وروسته د چارو د لا ښه والي لپاره د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړل شوې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کې د شته ستونزو یادونه وکړه چې د اړوندو مسؤلینو له لوري پرې هر اړخیز بحث وشو او د حل لپاره یې لازمې پریکړې وشوې.