د ګمرکونو لوی ریاست پلاوي په ننګرهار ولایت کې د صنعتي تولیدي فابریکو څخه څارنه وکړه

17 دلو 1401

د ګمرکونو لوی ریاست له لوري ټاکل شوي پلاوي تېره ورځ د ننګرهار ولایت د هغو کورنیو صنعتي تولیدي فابریکو له فعالیت څخه له نږدې لیدنه او څارنه وکړه چې د ګمرکونو لوی ریاست له لوري یادو فابریکو ته د ملاتړ او لا پرمختګ لپاره د ترجیحي تعرفې څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره شوې ده.
د یادو فابریکو مسؤلینو د ګمرکونو لوی ریاست له هراړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه او تللي پلاوي ته یې په عملي ډول د خپلو کارونو، پروسس او تولید په اړه معلومات ورکړل.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو د قانون له مخې په هیواد کې د فعالو صنعتي او تولیدي فابریکو د ملاتړ په موخه دوی ته ترجیحي تعرفه ورکول کېږي چې په یو ګوني خامو موادو باندې ۱ فیصد او دوه ګوني خامو موادو باندې ۲.۵ فیصده ګمرکي تعرفه وضع کېږي.