Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
په ګمرکونو کې د تعرفې او قیمت ګذارۍ برخې په تخنیکي ستونزو او حل لارو بحث وشو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

په ګمرکونو کې د تعرفې او قیمت ګذارۍ برخې په تخنیکي ستونزو او حل لارو بحث وشو

2.jpg

16 دلو 1401

په ولایتي ګمرکونو کې د تعرفې، قیمت ګذارۍ او د معافي اموالو د شته ستونزو د حل په موخه نن د ویډیو کنفرانس له لارې د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ په ګمرکونو کې د یادو برخو له مسؤلینو سره ناسته جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست اړوندو مسؤلینو هم ګډون درلود، په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ولایتي ګمرکونو د تعرفې او قیمت ګذارۍ برخې مسؤلینو ته یې سپارښتنه ورکړه چې هر جنس په خپل ځانګړي کوډ کې طی مراحل کړي څو په ټولو ګمرکونو کې اجراات یوشان شي.
نوموړي وویل چې که تاسو په یادو برخو کې ستونزې لرئ نو پر خپل وخت یې له مرکز سره شریکې کړئ څو رسیدنه ورته وشي.
د تعرفې، قیمت ګذارۍ او د ګمرکي سیستمونو رئیسانو په خپل وار سره په یادو برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د ولایتي ګمرکونو له اړوندو مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د یادو ستونزو حلولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ولایتي ګمرکونو د تعرفې او قیمت ګذارۍ برخې مسؤلینو هم خپلې ستونزې شریکې کړې چې د حل لپاره یې لازم هدایات او سپارښتنې ورکړل شوې.