د وطني غالیو صادرولو په تړاو د ماليې وزارت اعلامیه

11 دلو 1401

په دې ورستیو کي ځینو رسنیو او بنسټونو داسي راپورونه خپاره کړي، چي ګواکي د ا.ا.ا د وطني غالیو پر صادرولو بندیز لګولی دی. د ماليې وزارت دغه راپورونه بي بنسټه بولي او په کلکه یې ردوي.
د ا.ا.ا په ځانګړي ډول د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کورنیو تولیداتو د ملاټړ په موخه د وطني غالیو په ګډون د نورو کورنیو تولیداتو د صادراتو لپاره د تېر په پرتله ګڼي اسانتیاوي برابري کړي او د ګمرکي پړاوونو اسانه کولو ته یې لومړیتوب ورکړی.
همداشان وړۍ، چي د غالیو او نورو اوبدونکو توکو خام مواد چمتو کوي، نو پر همدې اساس د کورنیو تولیداتو د لا ودي په موخه یي پر صادرولو بندیز لګول سوی.
د ماليې وزارت له ټولو رسنیو څخه غوښتنه کوي، هغه راپورنه چي عامه ذهنیتونه مخشوشوي، له خپرولو يي ډډه وکړي.