د هرات ولایت د اسلام قلعه په سرحدي ګمرک کې یو کس د مخدره توکو د قاچاق په تور ونیول شو

2.jpg

10 دلو 1401

د هرات ولایت د اسلام قلعه سرحدي ګمرک منسوبینو تېره ورځ یو کس چې په پټه به یې په سوداګریزو محمولو کې مخدره توکي ځای پر ځای کول ونیو.
یاد کس چې د هرات ولایت اوسیدونکی دی د بار وړونکو موټرو مالکینو ته یې د ایران په خاوره کې ډیرې ستونزې پیدا کړې وې چې د نیولو پر مهال ور سره ځینې ثبوتونه هم پیدا شوي دي.
نوموړی کس د نورو څیړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته معرفي شوی دی.