د پکتیکا ګمرک منسوبینو د شاوخوا درې ټنه د پوچکو (تولۍ) او مسو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ

1.jpg

10 دلو 1401

د پکتیکا ګمرک منسوبینو نن د اته بوجیو پوچکو (تولۍ) او یو اندازه مسو چې مجموعي وزن یې درې ټنه کيږي، له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
یاد قاچاقي توکي چې د ډبرو سکرو په بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل يې د انګور اډې له لارې پاکستان هيواد ته یې ولیږدوي.
د یاودنې وړ ده چې اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د قاچاقو د مخنیوي او د ممنوعه توکو له وارداتو او صادراتو څخه جدي څارنه کيږي او په برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لري.