د ننګرهار ګمرک منسوبینو ۹ قلمه بېلابیل مشکوک توکي ونیول

1.jpg

6 دلو 1401

د ننګرهار ګمرک د تشریح برخې کارکونکو تېره ورځ د یو بارونکي موټر د پلټنې پر مهال ۹ قلمه مشکوک توکي چې په دو کارتنونو کې ځای پر ځای شو وو او غوښتل یې له پاکستان هیواد څخه یې افغانستان ته راوړي، کشف او ونیول.
په یادو توکو کې( ۲۴بنډله پټاقئ، ۲۵ دانې ارې، ۵دانې لینونه، ۱۹ دانې تختې، ۱۰ دانې برښنایې WALON،  ۴ دانې VFD-M دستګاوې، ۵ دانې ډاینمو او ۲۴ بنډله لین لرونکي پتري شامل دي، چې له یادو توکو څخه په چاودنو او نورو تخریبي کړنو کې کار اخیستل کیږي.
په دې تور دوه تنه نیول شوي چې د نورو څیړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
همداشان تېره ورځ د ننګرهار ګمرک کارکونکو له لوري شاوخوا ۳۵۰ کارتنه (Tea Whitener) چې په بازار کې د شیدو په نوم پلورل کیږي او واردول یې هیواد ته ممنوع دي، هم نیول شوي دي.