Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
پر صادراتي او وارداتي توکو د تعرفې ټاکل د مالیې وزارت صلاحیت دئ | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

پر صادراتي او وارداتي توکو د تعرفې ټاکل د مالیې وزارت صلاحیت دئ

پر صادراتی.jpeg

1 دلو 1401

په هر هیواد کي چي صادرات او واردات ترسره کېږي، پر سوداګریزو توکو باندي د دولت له لوري تعرفه ټاکل کيږي، چي بیا دغه ټاکل سوې تعرفه په بازار کي د توکو په بیه او کورني صنعت نېغ په نېغه اغېز کوي.
کله چي د تعرفې کمېټې له خوا تعرفه ټاکل کيږي، زیاتي پاملرني، محاسبې او د کورنیو او بهرنیو بازارونو ارزښت په پام کي نیول کېږي. مالیې وزارت هم د تعرفې ټاکلو لپاره لاندني ټول اصول او میکانیزمونه په ډېر دقت سره په پام کي نیولي دي:
لومړی: د ګمرکونو عمومي ریاست کي د تعرفې ریاست د صادراتي او وارداتي توکو بیه تحلیلوي، کورنی تولید، له هیواد بهر او دننه په بازارونو کي غوښتني او وړاندي کول (عرضې) څېړي.
دوهم: څېړونکې ډله بیا د څېړنو پایلي د تعرفې کمېټې ته وړاندي کوي، چي د تعرفې وروستی نرخ وټاکي.
د تعرفې د کمېټې مشري د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال پر غاړه لري، چي د صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د کانونو او پطرولیم وزارتونو مرستیالان او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیسان د کمېټې غړيتوب لري.
له تائید وروسته د تعرفې بیه د منظورۍ په موخه د مالیې وزیر ته وړانديز کيږي، د مالیې وزیر له منظورۍ سره سم ټاکل سوی قیمت په سیسټم کي ځای پر ځای کيږي، چي هم مهاله په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ وي.
د یادوني وړ ده، چي د تعرفې کمېټې د کړنو راپور په کال کي دوه ځله (د لومړیو او دویمو شپږو میاشتو) د ارزوني په موخه اقتصادي کمیسیون ته وړاندي کيږي.