د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو او اړونده کارکونکو ته نوي چاپ شوي بهادار ګمرکي سندونه تشریح شول

1.jpg

1 دلو 1401

د افغانستان د مصؤنو سندونو د چاپ مطبعې د تخنیکي کارکونکو له لوري چې د ګمرکونو د سیستمونو رئیس ښاغلي پوهنیار محمد سالم اوریاخیل هم شتون درلود، د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو او اړونده کارکونکو ته د نویو چاپ شویو د صادارتو، وارداتو او بهرني ترانزیټ (T2) بهادار سندونه د کیفیت او امنیت له اړخه تشریح شول.
د یادو تخنیکي کارکونوکو له لوري په بهادارو سندونو کې ټولې امنیتي نښې تشریح شوې څو د ولایتي ګمرکونو مسؤلین او اړوند کارکونکي وکولی شي اصلي او جعلي بهادار سندونه وپیژني.