د افغانستان په ټولو ګمرکونو کي د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه په چټکۍ سره روانه ده

33.jpeg

25 جدی 1401

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي له مخي د بې اسنادو (یوکلي) موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۸/۰۲/۱۴۴۴ په نېټه پیل سوې، چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي یاده پروسه په چټکۍ سره روانه ده.
د یادي پروسې له پیل څخه بیا تر اوسه په ټولو ګمرکونو کي (۳۱۷۷) بې اسناده موټر محصول سوي، چي له دې درکه (۱۸۳) میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته سپارل سوي دي.
د ګمرکونو لوی ریاست د بې اسنادو موټرو له هغو مالکینو څخه چي تر اوسه یې خپل موټر نه وي ثبت کړي، غوښتنه کوي چي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او ژر تر ژره خپل موټر ثبت او قانوني سندونه ورته واخلي.
د یادوني وړ ده، چي په یاده پروسه کي د بې اسنادو موټرو د محصول لپاره د ا.ا.ا له لوري د پام وړ تخفیف په نظر کې نیول سوی او د ۱۴۰۱ هـ ل کال د حوت میاشتي په ۲۰ نېټه پای ته رسیږي چي د تمدید وړ نه ده.
د نورو معلوماتو لپاره کولای سئ د ګمرکونو لوی ریاست د خدماتو وړاندي کولو د 221 شمېرې سره په اړیکه کي سئ.