د تورخم په ګمرک کې د ۳۷۹ کارتنه د ټي وایټنر د واردولو مخنیوی وشو

قاچاق.jpg

25 جدی 1401

د تورخم ګمرک منسوبینو  د ۳۷۹ کارتنه (ټي وایټنر) چې غوښتل یې له پاکستان هیواد څخه یې افغانستان ته وارد کړي، مخنیوی وکړ.
یاد ټي وایټنر چې په ډیر مهارت سره په یو باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوې وو، د تورخم ګمرک د مسافرینو مدیریت او د یاد ګمرک د مفرزې قطعې په همکارۍ، ونیول شو.
د یادونې وړ ده چې (ټي وایټنر) یو ډول کیمیاوي مواد دي چې د شیدو په نوم پلورل کیږي او روغتیا لپاره زیان لري. د یادو موادو پر وارداتو د افغانستان د خوړو او درملو ادارې له لوري بندیز لګیدلی.