د روان کال په درېیمه ربع کې په ګمرکونو کې تر سره شویو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وشوه

4.jpg

18 جدی 1401

د روان کال په درېیمه ربع کې د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته، تېره ورځ د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ، د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید، د مالیې وزارت مقام د دفتر لوی رئیس ښاغلي انجینر سطان زبیر، د مالیې وزارت مقام سلاکار ښاغلي خلیل صالحزاده، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو، د مالیې وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او خزاینو ریاستونو مسؤلینو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون درلود. د غونډې په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دې ناستې د جوړیدو موخه روښانه کړه.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري په ګمرکونو کې د روان کال په درېیمه ربع کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په یاده موده کې د تېر کال په پرتله د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړ، چې په دې راپور کې د تېر کال په پرتله د ګمرکونو کړنې مثبتې ارزول شوې وې.
د ګمرکونو لوی رئیس په یاد راپور کې په ګوته شویو ستونزو ته په اشارې سره د ګمرکونو مسؤلینو ته سپارښتنه ورکړه چې رسیدنه ورته وکړي.
د مالیې وزارت مقام سلاکار ښاغلي خلیل صالحزاده د ګمرکونو د مسؤلینو د ښو فعالیتونو ستاینه وکړه او وویل چې د ملي عوایدو له ضایع کیدو څخه د مخنیوي او د سوداګرو ستونزو د حل په موخه دې د ګمرکونو مسؤلین له اړوندو ولایتي ادارو سره همغږي لا زیاته کړي.
ور پسې د ګمرکونو او عوایدو معین د ګمرکونو مسؤلینو له صادقانه کړنو څخه مننه وکړه او دوی ته یې سپارښتنه ورکړه چې شته ستونزو ته رسیدنه وکړي. همداشان نوموړي وویل چې د ولایتي ګمرکونو مسؤلین دې د تشکیلانو، تدارکاتو او نورو برخو کې شته ستونزې زموږ سره شریکې کړي څو د حل لپاره یې اقدام وشي.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کې د شته ستونزو یادونه وکړه چې د اړوندو مسؤلینو له لوري پرې هر اړخیز بحث وشو او د حل لپاره یې لازمې پریکړې وشوې.