د بلخ، اقینې او کندز ګمرکونو کې د سوداګریزو مالونو لپاره د لیږد فورم لغو شو

15 جدی 1401

د هیواد د سوداګرو په غوښتنه، د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د بلخ، اقینې او کندز ګمرکونو کې د تیلو او ګازو پرته د نورو د سوداګریزو مالونو د لیږد لپاره د لیږد فورم اخیستل لغو شو.
د محصول شویو توکو د لیږد کړنلارې له مخې د ټولو سوداګریزو توکو د لیږد لپاره د لیږد فورم اخیستل الزامي دي، خو دا چې د بلخ او حیرتان ګمرک، د کندز او شیرخان بندر ګمرک او د اقینې او اندخوی ګمرک تر منځ فاصله زیاته ده او د لیږد فورم ترلاسه کول د سوداګرو د سرګرداني سبب کیده، په همدې موخه د ګمرکونو لوی ریاست پریکړه وکړه چې په یادو ګمرکونو کې د نفتي موادو پرته په نورو سوداګریزو توکو د لیږد فورم لغو کړي.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې ده چې د سوداګرو ټولو ستونزو ته د نافذه قوانینو په رڼا کې رسیدنه وکړي او په ګمرکونو د دوی لپاره لا اسانتیاوې برابرې کړي.