د افغانستان پر ترانزیټي اموالو د وضع شویو محدودیتونو په اړه د مالیې وزارت اعلامیه

14 جدی 1401

په دې وروستیو کې د ګاونډي هیواد پاکستان له لوري د ترانزیټ د نړیوالو اصولو خلاف د افغانستان پر ټرانزیټي اموالو یو لړ محدودیتونه لګېدلي، چې افغان سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان مالیې وزارت د ترانزیټ په برخه کې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له مبداء ګمرک څخه تر مقصد ګمرک پورې زماني معیاد له (پنځه ورځو څخه لس ورځو) ته زیات کړی، مالي جریمې معاف شوي او د هیواد ټولو ګمرکونو ته هدایت شوی، چې د ترانزیټي اموالو ګمرکي طي مراحلو ته لومړيتوب ورکړي.
د ا.ا.ا د مالیې وزارت له ګاونډي هیواد پاکستان څخه د نړیوالو ترانزیټي اصولو له مخې غواړي تر څو د افغانستان ترانزیټي اموالو سره ورته عمل وکړي او د محدودیتونو د وضع کولو پر ځای د اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅي وکړي تر څو د نړیوالو اصولو او ښه ګاونډيتوب په فضاء کي دواړه هیوادونه مثبتې سوداګریزې اړیکې ولري.