د تورخم ګمرک منسوبینو د نظامي تجهیزاتو د قاچاقو مخنیوی وکړ 
 
    
  14 جدی 1401 
  د تورخم ګمرک د تشریح برخې منسوبینو د ډبرو سکرو په بار وړونکي موټر کې د سپکې وسلې پنځوس شاجورونه چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، ونیول.
 یاد شاجورونه چې غوښتل یې پاکستان هیواد ته په قاچاقي ډول ولیږدوي، د ډبرو سکرو د تشریح په وخت کې پیدا او ونیول شول.
 په دې تور دوه کسان نیول شوي دي چې د نورو څیړنو لپاره یاد نظامي تجهیزات او تورن کسان امنیتي ارګانونو ته وسپارل شول.
 د یادونې وړ ده چې د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د قاچاقي او بي کیفیته توکو له وارداتو او صادراتو څخه د مخنیوي په موخه ټول اړین تدابیر نیول شوي دي.