Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
سوداګرو ته د لا اسانتیا په موخه د شیرخان بندر په سرحدي ګمرک کې د وارداتي توکو لپاره انالوګ تله فعاله شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

سوداګرو ته د لا اسانتیا په موخه د شیرخان بندر په سرحدي ګمرک کې د وارداتي توکو لپاره انالوګ تله فعاله شوه

1.jpg

13 جدی 1401

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو لپاره د شیرخان بندر په سرحدي ګمرک کې د وارداتي توکو لپاره انالوګ تله فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
یاده انالوګ تله د وارداتي توکو دقیق وزن معلوموي چې له دې سره به د ملي عوایدو له ضایع کیدو او اضافه وزن څخه مخنیوی وشي.
یاده تله ۱۸ متره اوږد والی لري چې د ١٥٠ ټنه وزن معلومولو وړتیا لري.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې به سوداګریزې محمولې د وزن معلومولو لپاره د کندز محصولي ګمرک ته راتلې چې د سوداګرو لپاره یې ستونزې جوړې کړې وې، چې د شیرخان بندر په سرحدي ګمرک کې د دې تلې په فعاله ولو سره یاده ستونزه حل شوه.