د کابل په ګمرک کې د یو کلي موټرو د ثبت او محصول پروسه چټکه شوې

5.jpg

7 جدی 1401


د مالیې، کورنیو چارو او ترانسپورټ وزارتونو او د استخباراتو ادارې تر منځ د یو کلي (بي اسنادو) موټرو د ثبت او محصول پروسې د چټکوالي په موخه هوکړه لیک لاسلیک شوې، چې له دې سره د کابل ګمرک په ګډون په ټولو ګمرکونو کې د پخوا په پرتله یاده پروسه چټکه شوې ده.
اوس مهال د کابل په ګمرکونو کې هر ورځ د ۱۰۰ بي اسنادو موټرو تخنیکي او ګمرکي طی مراحل تر سره کیږي، چې د نورو بي اسنادو موټرو له ثبت سره به دا ظرفیت نور هم لوړ شي.
د ګمرکونو لوی ریاست د بي اسنادو موټرو له هغو مالکینو څخه چې تر اوسه یې خپل موټر نه وي ثبت کړي، غوښتنه کوي چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او ژر تر ژره دې خپل موټر ثبت او قانوني سندونه دې ورته واخلي.
د یادونې وړ ده چې په یاده پروسه کې د بي اسنادو موټرو د محصول لپاره د ا.ا.ا له لوري د پام وړ تخفیف په نظر کې نیول شوی او په پای ته رسیدو سره بیا د تمدید وړ نه ده.