د هرات په ګمرک کې د پلاستیکي کڅوړو د قاچاق مخه ونیول شوه

2.jpg

30 قوس 1401

د هرات ګمرک د تشریح برخې منسوبینو نن  (١٠١ بوجۍ) پلاستیکي کڅوړې چې په ډیر مهارت سره په باروړونکي یخچالي موټر کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ونیول.
د یادو پلاستيکي کڅوړو چې مجموعي وزن یې ١٨١٨ کیلو ګرامه دی، غوښتل يې له ګاونډي هیواد ایران څخه یې افغانستان ته قاچاقي ډول وارد کړي.
د تعرفې کمېټې د پریکړې له مخې د کورنیو تولیداتو څخه د ملاټر او چاپیریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د پلاستیکي کڅوړو واردات بند شوي دي.
همداشان په یاده وارداتي محموله کې ١٣بوجۍ تسبیح چې مجموعي وزن یي ٨٣٢ کیلو ګرامه کیږي، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول يې هیواد ته وارد کړي هم نیول شوي.