د کینو، زیړو سلفرو او مالټو ترانزیټي ګمرکي تضمین له ۱۱۰٪ څخه ۶۰٪ ته راښکته شو

د کينو، زيړو سلفرو او مالټو ترانزيټي ګمرکي تضمین راښکته شو.jfif

29 قوس 1401

د سوداګرو په غوښتنه، د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د کینو، زیړو سلفرو او مالټو ترانزیټي ګمرکي تظمین له ۱۱۰ سلنې څخه ۶۰ سلنې ته راښکته شو.
دا چې اوس مهال یاد دري ترانزیټي توکي د افغانستان له لارې د بهرني ترانزیټ ډیره برخه جوړوي، نو د ګمرکونو لوی ریاست پریکړه وکړه چې سوداګرو ته د اسانتیا برابرولو په موخه د یادو توکو ترانزیټي ګمرکي تضمین کم کړي.
همداشان د ګمرکونو لوی ریاست ټولو اړوندو ګمرکونو ته هدایت ورکړې چې په بهرني ترانزیټ کې یادو توکو ته لومړیتوب ورکړي.
د یادونې وړ ده که چیرې په یادو درېیو ترانزیټي توکو کې کوم سوداګر د ترانزیټ له قانون څخه سرغړونه کوي نو د ده توکي به د بهرني ترانزیټ له کړنلارې سره سم د ګمرکي دین ۱۱۰ سلنې باندې محصول کیږي.