د قیمت ګذارۍ رئیس، د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یاد ریاست کارکونکو ته ور وپیژندل شو

27 قوس 1401

ښاغلی نقیب الله عابد چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت د مقام په منظورۍ د قیمت ګذارۍ د رئیس په توګه ګمارل شوی، تېره ورځ د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یاد ریاست کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
په دې پیژندغونډه کې چې د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړې وو، د ګمرکونو لوی رئیس د یاد ریاست د پخواني رئیس ښاغلي خان محمد ذاکر له کړنو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او نوي ګمارل شوي رئیس ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
نوموړي د یاد ریاست کارکونکو ته سپارښتنه ورکړه چې له نوي ګمارل شوي رئیس سره هر اړخیزه همکاري وکړي. 
د یادونې ده چې ښاغلی نقیب الله عابد له دې وړاندې د ګمرکونو لوی ریاست له تخلفاتو څخه د مخنیوي او عرض پاڼو د بررسۍ د امر او د لابراتوارونو د څارنې امر په توګه یې دندې تر سره کړي دي.