د ګمرکونو عملیاتي معانیت د نوي مرستیال معرفی
22 قوس 1401
مولوي سیف الدین د ګمرکونو عملیاتي معانیت د نوي مرستیال په توګه نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید له لوري اړوندو کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
په دې پیژند غونډه کې چې د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس وویل چې د ګمرکونو لوی ریاست رهبري د عملیاتي معاونیت د پخواني مرستیال ښاغلي محمد عمر مومند د تر سره شویو خدمتونو څخه مننه کوي.
نوموړي نوي ګمارل شوي مرستیال ته په اړوندو چارو د بریالیتوب غوښتنه وکړه او ټولو همکارانو ته یې سپارښتنه ورکړه چې له نوموړي سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي مولوي سیف الدین له دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت سره په بېلابیلو برخو کې دندې تر سره کړي دي.