د بلخ په ګمرک کې د یو شمېر نظامي توکو د قاچاق مخنیوی وشو
22 قوس 1401
د بلخ ګمرک د تشریح برخې منسوبینو په یو بار وروړونکي موټر کې یو شمېر نظامي توکي چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوې وو او غوښتل یې افغانستان ته یي وارد کړي، کشف او ونیول.
په یادو نظامي توکو کې ۲۳۸ دانې د ام فور شاجور نښلونکي، ۳۰۰ دانې د ام فور شاجور پوښونه، ۴۶ دانې د ام فور ورځني دوربینونه، ۱۹۹ دانې د ام فور پایي او ۸۸ دانې د ام فور جري شامل دي.
د یادونې وړ ده چې یاد توکي او تورن کس د نورو تحقیقاتو لپاره اړونده ارګانونو ته سپارل شوي دي.