Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د هوایي کارګوګانو له لاري د وارداتو او صادراتو کچه لوړه سوې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د هوایي کارګوګانو له لاري د وارداتو او صادراتو کچه لوړه سوې

WhatsApp Image 2022-12-13 at 10.17.23 AM.jpeg

22 قوس 1401

د مالیې وزارت له لوري په ګمرکونو کي د روڼتیا او سوداګرو ته د ښو اسانتیاوو د رامنځته کولو په پایله کي د هوایي کارګوګانو له لاري د وارداتو او صادراتو کچه د پام وړ زیاته سوې ده.
په تیرو ۱۵ میاشتو (د ۱۴۰۰هـ.ل کال د چنګاښ له پیل تر لړم میاشتي) پوري د هوایي کارګوګانو له لاري د وارد سوو توکو ګمرکي ارزښت ۷ میلیارډه او ۸۰۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي، چي له درکه یې ۹۵۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه سوي دي.
همدغه راز په یاده موده کي د هوایي کارګوګانو له لاري ۴ میلیارډه او ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات ترسره سوي، چي له درکه یې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه سوي دي.