د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته جوړه شوه

ګمرکی ناسته.jpeg

15 قوس 1401

د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په کې ګډون درلود،  د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو له صادقانه کړنو څخه یې مننه وکړه. نوموړي د سوداګرو ستونزو د رسیدو، د سوداګریزو مالونو د چټکو طی مراحلو لپاره د کاري وخت د زیاتوالي او د ولایتي ګمرکونو د اړوندو ادارو تر منځ د لا ښې همغږۍ په برخو کې دوی ته لازمې سپارښتنې ورکړې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کې د شته ستونزو یادونه وکړه چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري ورته د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو .
په پای کې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري په ګمرکونو کې د ۱۴۰۱مالي کال د لړم میاشتې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په یاده موده کې د روان کال د تلې میاشتې په پرتله د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړل چې د غونډې ګډونوالو د یاد راپور په بېلابیلو اړخونو بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست رهبري هره میاشت د هیواد د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي څو شته ستونزو ته په خپل وخت سره رسیدنه وشي.